په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومنداني وايي، فاریاب کې یې د دوو ایراني ترهګرو په ګډون ۲۹ وسله وال وژلي. یاده قول اردو وايي، په وژل شویو کې د طالبانو دوه قومندانان او د هغوی دوه ایراني جنګیالي چې یو یې ملا جندالله نومېږي، وژل شوي دي. دغه کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي عملیاتو، نښتو او په شیرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې د اکمالاتي کاروانونو د تېرېدو پرمهال وژل شوي. سرچینه وايي، په وژل شویو کې د طالبانو د نظامي کمیسیون یو مرستیال هم دی او د فعالیت ځای یې ویجاړ شوی دی. په وروستیو کې له ایران سره د افغان طالبانو اړیکې ډېرې شوې دي. دا لومړی ځل دی چې د افغان طالبانو په لیکو کې د ایراني جنګیالیو د وژل کېدو خبر خپرېږي. دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې ایران وایي له طالبانو سره اړیکه لري. تهران وایي د اړیکې موخه يې دا ده، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې همکاري وکړي.