د ولسي جرګې غړو نن په خپله غونډه کې د سولې په اړه خبرې کړې دي. ددغه جرګې غړو د افغانستان د روان بحران د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې بللې دي خو وایي وېره شته چې د افغان سولې پر سره به له ګاونډیو په تېره پاکستان سره معامله وشي. د ولسي جرګې غړو پر امریکا او د افغان سولې په اړه د امریکا پر استازي زلمي خلیلزاد غږ کړی چې د افغان سولې په اړه دې پاکستان ته امتیاز نه ورکوي. ددوی په خبره پاکستان ته د امتیاز ورکولو پر ځای باید پر دغه هېواد فشارونه راوستل شي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي. وکیلانو همدا راز وویل، چې د افغان جګړې اصلي جرړې په پاکستان کې دي او ټولې وسله والې ډلې په دغه هېواد کې مرکزونه او روزنځایونه لري. دوی پر نړیواله ټولنه هم غږ کړی چې د پاکستان ددغه ډول کړنو پر وړاندې غږ اوچت کړي. وکیلانو پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ، چې د افغانستان د سولې په مسئله کې دې نورو ته د مداخلې حق نه ورکوي، بلکې مخامخ دې له افغان حکومت سره خبرې وکړي او له جګړې دې لاس په سر شي. دوی وايي چې جګړه د حل لار نه ده او طالبان باید په دې خبره سر خلاص کړي.