د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې، حکومتي چارواکي او مامورین د تدارکاتو او نورو قراردادونو د رونټیا په موخه د وزارتونو او ادارو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون نه شي کولی. د چارو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د ا.ا د مشرتابه په تازه فرمان کې د وزارتونو او ادارو په تدارکاتو او قراردادونو کې چارواکي او مامورین له ګډون منع کړي دي. سرچینه کاږي، د یاد فرمان له مخې چارواکي او مامورین نه شي کولی چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چاور د تدارک، کانکېندنې او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه ګډون وکړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د فرمان په دویمه ماده کې هغه خصوصي شرکتونه چې چارواکي او مامورین پکې ګډونوال او یا مسوول وي، هم د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شوي حکم تابع ګڼل شوي دي او دغه فرمان د توشیح له نېټې څخه نافذ او رسمي جریده کې د خپرېدو وړ ګڼل کېږي.



































