د ۲۰۷ظفر قول اردو قومندان بریدجنرال نورالله قادري وویل چې دوو بریدګرو په یاد ولایت کې پر بهرنیو مشاورینو برید کړی دی. هغه وویل دا دواړه بریدګر چې د سرحدي ځواکونو غړي وو په داسې حال کې یې پر بهرنیو مشاورینو برید وکړ چې قرارګاه ته د ننوتلو په حال کې وو. قادري وایي چې په برید کې بهرنیو مشاورینو ته زیان نه دی اوښتی خو په متقابلو ډزو کې یو بریدګر وژل شوی او بل هغه یې ژوندی نیول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو لخوا پر بهرنیانو باندې بریدونه ډېر شوي دي.