کندهار کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د ملي اردو ١١ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا پېښه تېره شپه د ميوند ولسوالۍ په مندوزيو سيمه کې رامنځته شوې، وسله والو د ملي اردو يوې قرارګاه ته تونل کېندلی او وروسته يې چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای کړي او چاودنه يې ورکړې ده. د ميوند ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ویاند اشرف وطندوست وايي، وسله والو د یوه تونل له لارې چې د ملي اردو یوې قرارګاه ته یې ايستلى و، چاودنه کړې ده چې په پایله کې یې ۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په ميوند کې يې د ملي اردو پر يوه کنډک تکتيکي چاودنه کړې چې په ترڅ کې يې تر ٣٠ پورې سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.