د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مایکل مککال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته تر نن چهارشنبې پورې وخت ورکړی چې له افغانستانه د امریکا د ویجاړونکې وتلو په اړه دې غوښتل شوي اسناد ور وسپاري ،ګنې د احضاریه حکم به صادر کړي. ټاکل شوې چې بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي. د مککال دفتر ویلي، د جنوري په ۱۲مه یې په یوه لیک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ګڼ شمېر هغو اسنادو د ور سپارلو غوښتنه کړې وه چې، هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له ویجاړونکې وتلو سره تړاو لري. دې دفتر همدارنګه ويلي چې د مارچ په دریمه یې بیا ورڅخه د ورته اسنادو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه خو دې وزارت تر اوسه له دې کارڅخه ډډه کړې ده. د مککال دفتر ویلي، دغه اسناد له افغانستانه د بایډن د ادارې د وتلو د بهیر په اړه د دې کمېټې د څېړنو لپاره ډېر مهم دي.




























