امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د (روسیه ولې د افغان سولې منځګړتوب کوي) تر عنوان لاندې مقاله کې لیکلي چې دا هېواد هڅه کوي د افغان سولې منځګړتوب له لارې په روسانو کې خپل ملاتړ پراخ کړي. سرچینه کاږي، روسیې تل هڅه کړې د خپل شهرت لپاره په سیمه کې په ډېریو هغو قضیو کې ځان دخیل کړي چې په وس یې نه وي پوره او تل یې د خلکو د بارو لپاره بحراني پالیسي کارولې ده. ورځپاڼې د مقالې په یوه برخه کې د افغان سولې په تړاو د یاد هېواد هڅو ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې روسیې څو ځله کوششونه وکړل څو د افغان سولې برخه کې مهم او اساسي رول ولوبوي او دا وښيي چې طالبان په بشپړه توګه په دوی پورې اړه لري خو د لیکوال په باور د یاد هېواد دا پالیسي نه یوازې دا چې ناکامه ده، بلکې پر زیان یې تمامېدلی شي. مقاله کې وړاندې راغلي په روسیه کې د افغان سولې په تړاو د جوړې شوې غونډې موخه دا وه چې طالبانو ته په نړیواله کچه قانوني مشروعیت ورکړي او دا ډله د یوې پیاوړې سیاسي کړۍ په توګه معرفي کړي چې ناکامه شوه او وي به. د مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي پوتین یو شهرت طلبه کس دی او په دې ډول کارونو سره غواړي ځان یو پیاوړی نړیوال لوبغاړی معرفي کړي او روسانو ته وښیي چې دی د یو خپلواک ولسمشر په توګه کولی شي په سیمه کې د امریکا د سیاستونو پر وړاندې ودرېږي.