د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، سږکال په افغانستان کې شپېته فیصده نجونې له زدهکړو پاتې شوي دي. د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق په باور د نجونو پر زدهکړو بندیزونه په مستقیم ډول د افغانستان د نجونو او ښځو پر راتلونکو نسلونو خپل منفي اغېز پرې باسي. د یونېسف په باور د سما په څېر یومیلیون نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي. بل لور ته د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا استازې میشل ټایلر پرون په جینوا کې د سرپرست حکومت پر فرمانونو نیوکه وکړه، چې ورسره د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. د نجونو د زدهکړو او د مېرمنو د کار د بندیزونو په تړاو بیا بیا د ملګرو ملتونو او مرستندویه مؤسسو استازیو افغانستان ته سفر کړی دی او سرپرست حکومت یې هڅولی دی چې له داسې کړنو لاس واخلي، خو تر اوسه بریالي شوي نه دي.





























