د امریکا ولسمشر وايي روسیه او پاکستان دې په امریکا کې د ځان بوختولو پر ځای په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې مرسته وکړي. نوموړي د افغان جګړې په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان او روسیه له امریکا سره بوخت دي او دلته په امریکا کې جګړه کوي. دده په وینا دوی ته په کار ده، چې ددې بوختیا پر ځای په افغانستان کې د ترهګرو پر خلاف جګړه وکړي. نوموړي ویلي چې روسیه او پاکستان د افغانستان په مسئله کې ښکېل دي نو ښه به وي چې هلته د ثبات په راوستو کې فعال رول ادا کړي. هغه همدا راز ویلي چې د شوروي اتحاد له افغانستان مات شو نو روسیې ته په کار ده، چې په دغه هېواد کې د جګړو ختمولو لپاره هر اړخیزه هڅه وکړي. ټرمپ د امریکا د پخواني دفاع وزیر جیمز متیس په اړه هم ویلي، چې هغه د افغانستان جګړه سمه نه سمبالوله. دده په خبره متیس د امریکا لپاره هېڅ راز لاس ته راوړنه نه لري او د افغانستان جګړه یې سمه نه ده سمبال کړې. ټرمپ همدا راز له خپلو ځواکونو غوښتي چې داعش او طالبان پخپلو کې جګړو ته سره پرېږدي. دده په خبره طالبان او داعش دواړه د امریکا دښمنان دي نو دوی دې پرېښودل شي چې پخپلو کې سره وجنګېږي.