په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډېو باټلر له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې ۲۰۱۹ کال د افغانستان لپاره د سولې کال دی. دده په خبره د سیمې، افغانانو، افغان حکومت او طالبانو لپاره غوره فرصت رامنځ ته شوی چې دلته روانه جګړه پای ته ورسول شي او ستونزې د خبرو له لارې حل شي. باټلر ویلي د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او د جګړې په ډګر کې به یو لوری هم ګټونکی نه وي. نوموړي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ویلي، ددغه ځواکونو د وتلو لپاره هېڅ ډول پلان نه لري، ځکه په افغانستان کې لا هم وضعیت بحراني دی. باتلر زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې وسله وال طالبان تر فشار لاندې دي او د تلفاتو شمېره یې لوړه شوې ده. نوموړي افغان ځواکونه پیاوړي بللي او په خبره یې ددغه ځواکونو تهاجمي بریدونو طالبان ځپلي دي.