ټرمپ وایي مودي په دې ویاړي چې په افغانستان کې یې یو کتابتون جوړ کړی دی. د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه په وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان د سیمې د هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري. ټرمپ په خپلو خبرو کې هند د لومړي وزیر نریندرا مودي ځینې مرستې مسخره کړې دي. دده په خبره د هند له لومړي وزیر سره یې لیدلي وو او هغه هره شېبه ورته ویلي چې په افغانستان کې یې کتابتون جوړ کړی دی. دده په وینا مودي هره شېبه دا خبر تر غوږ راتېروله، چې په افغانستان کې مې کتابتون جوړ کړی، خو دا زموږ د پنځو ساعتونو کار دی. ټرمپ ویلي خدای خبر په افغانستان کې به دغه کتابتون ته څوک ورځي کنه، خو مودي ورباندې ویاړي. ټرمپ ویلي چې دوی په افغانستان کې میلیاردونه ډالر لګوي او ددغه هېواد په بیا رغونه کې برخه اخلي. تر دې وړاندې بیا ټرمپ هند د افغانستان ښه ملګری بللی و او له مودي یې غوښتي وو، چې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ډېرې کړی.