امريکايۍ مېليټري ان لاين خپرونې ته د نامه نه ښودو په شرط د امريکا يوه پوځي چارواکي ویلي، پنټاګون دا تکل لري چې خپل نيمايي سرتېري له افغانستان وباسي خو پر طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو د بريدونو د دوام لپاره به د ځانگړو عملياتو يرغليزې قطعې په دغه هېواد کې پاتې وي. د خپرونې په وينا امريکايي چارواکي زړه نه ښه کوي چې له افغانستان د خپلو ځواکونو د اېستلو د پلان په تړاو خبرې وکړي خو ځينو سرچينو چې له دغې تگلارې خبرې دي مېلېټري انلاين ته ويلي، جنرال مېلر پلان لري په راتلونکو اتو مياشتو يا يوه کال کې ٧٠٠٠ سرتېري له افغانستان وباسي. جنرال مېلر بیا تر دې وړاندې ويلي وو، چې د سرتېرو د ايستلو رسمي غوښتنه ترې نه ده شوې او پنټاګون هم وایي پر داسې یوه پلان کار نه دی روان.