امریکا دې له طالبانو سره د سولې په خبرو او سیاسي مذاکراتو کې له بېړې کار نه اخلي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای آیډه ویلي، که امریکا په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات غواړي نو له بېړې دې لاس واخلي. دده په خبره د افغانستان د سولې لپاره له حوصلې باید کار واخیستل شي او دلته دې روانه ستونزه په سړه سینه د تل لپاره حل شي. نوموړي په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د افغانستان جګړه یوازې د مذاکراتو له لارې د حل وړ ده، خو په دغه مذاکراتو کې بېړه به ددې سبب شي، چې اعتماد زیانمن شي، روانې هڅې بې پایلې پاتې شي او د سیاسي حل پایلې و ځنډېږي. هغه پر امریکا هم غږ کړی چې د افغانستان د سولې په مسئله کې دې د نورو هېوادونو مداخله محدوده کړي. کای ایډه ویلي، څومره چې د نورو لاسوهنه ډېره شي دومره به د افغانستان د سولې مسئله کړکېچنه شي. ده له امریکا غوښتي چې د افغانانو حقوقو ته درناوی وکړي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.