ټرمپ وایي له سوریې د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره مهالوېش نه دی ټاکل شوی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کابینې سره په ناسته کې ویلي، دا سپارښتنه یې کړې چې امریکایي ځواکونه دې له سوریې ووځي خو ددغه ځواکونو د ایستلو کره نېټه او مهالوېش یې نه دی په ګوته کړی. دده په خبره دغه ځواکونه به له سوریې په تدریجي توګه وځي او تر څنګ به یې هلته د داعش پر ضد عملیات هم کوي. تر دې مخکې داسې ویل شوي وو، چې امریکايي ځواکونه به په راتلونکو څلورو میاشتو کې له سوریې وځې، خو اوس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره یې مهالوېش نه دی په ګوته کړی او نه یې هم په څلورو میاشتو کې د سرتېرو د ایستلو خبره کړې ده.