په کابل کې د چین سفیر لیو جین سونګ د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د هېواد په ځينو مهمو او اساسي مسائلو په ځانګړې توګه د سولې بهير، تېرو پارلماني ټاکنو او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خبرې اترې کړې دي. د حزب اسلامي ګوند له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، په دې کتنه کي د حزب اسلامي مشر د چين سفير ته وويل، سوله لومړیتوب دی، دوی د هر هغه اقدام او ابتكار ملاتړ كوي چي په سوله منتج شي. سرچینه کاږي د دولت له وضعيته معلومېږي چي نه د سولي اراده لري، نه ظرفيت او نه طرح، بلکې هڅه يې داده چي دا بهير د سیاسي ګوندونو سره له تفاهم او مشورې پرته په یو اړخيز ډول پر مخ بوځي. اعلامیه کې وړاندې راغلي، که دولت غواړي سوله راشي، نو بايد د سولي جامع او عملي طرح وړاندي كړي، د سولي لپاره داسي ځواكمن او صلاحيتمن هيئت جوړ كړي چي د ملت حمايت ورسره وي، سولې ته ژمن وي او په جنگ كي ښكېلو لوريو پوري هيڅ ډول تړاو و نه لري. سرچینه وایي، په پای کې د چين سفير د سولې او ټاکنو په اړه د حکمتیار د هر اړخيزو طرحو او وړاندیزونو هرکلی وکړ او په دې برخه کي یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.



































