د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین وایي، طالبانو ته د ایراني وسلو له ورکړې سره سره په یاد ولایت کې جګړه کمزروې شوې ده. نوموړی زیاتوي، پر وسله والو طالبانو د هوایي بریدونو ترڅنګ د شپې له خوا چاپې او په هغو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې چې د دوی په ولکه کې دي، دغې ډلې ته د اوښتو درنو تلفاتو له امله په جګړو او درنو بریدونو کې کموالی راغلی دی. یاسین وایي، په دې وروستیو کې له طالبانو نه ډیری داسې وسلې امنیتي ځواکونو نیولې چې ایران او روسیې جوړې کړې دي. نوموړی د هوایي بریدونو له امله د طالبانو د تلفاتو خبره په داسې حال کې کوي چې په دې بریدونو کې ډیری وخت ملکیان په نښه کېږي چې په دې وختونو کې یې یو ځل بیا د نړیوالو بنسټونو په ګډون د عامو افغانانو توند غبرګونونه راپارولي دي.