د بغلان د ولایتي شورا ريیس صفدر محسني وایي چې وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې د بغلان او سمنګان ولایتونو تر منځ سفر بخیر په نوم امنيتي پوستې باندې برید کړی دى چې په پایله کې یې اته پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. محسني وویل چې همدې سیمې ته څېرمه د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو هم له دوو ساعتونو جګړې وروسته د مهماتو د کمښت له امله د حوزې ودانۍ پرېیښې وه، خو نن سهار یې بېرته نیولې ده. محسني په دې جګړه کې د درېيو وسله والو طالبانو د ټپي کېدو یادونه هم کوي او زیاتوي چې طالبانو د درېیمې امنیتي پوستې مهمات او یو شمېر وسلې هم له ځان سره وړي دي. بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې طالبانو بغلان کې يوه پوسته او درېيمه حوزه نيولي دي. دى وايي چې طالبانو په دې جګړه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.