د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، افغانستان له پاکستان سره یو ځل بیا د مالوچو د سوداګرۍ یو کلنه هوکړه لاسلیک کړه. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن وویل، د روان میلادي کال په ترڅ کې به په هره یوه میاشت کې له سلو تر یو نیم سل موټره مالوچ پاکستان ته صادارېږي. د ښاغلي حاجي اغا په خبره، د افغانستان په فاریاب، بلخ، کندهار، هلمند او یو شمېر نور ولایتونو کې د مالوچو په کاروبار تر ۳۰۰۰ کسان بوخت دي. یاد بورډ له افغان حکومت او پاکستانه وغوښتل چې د درېیو میاشتو په موده کې په جمرود کې د مالوچو د سلو درول شویو موټرو برخلیک دې هم په ډاګه او پاکستان ته دې د ورتګ اجازه ورکړل شي.