یو امریکایي سناتور ویلي دي چې امریکا دې د پاکستان سره د ازادې سوداګرۍ هوکړه وکړي چې طالبان د سولې لپاره خبرو ته اماده کړي. د امریکا په سنا کې د شمالي کیرولاینا سناتور لینډسي گراهم د سي این این ټلویزیوني شبکې سره په یوې مرکې کې د امریکا حکومت ته مشوره ورکړې چې که پاکستان طالبان د سولې مذاکراتو ته راضي کړي نو امریکا دې د پاکستان سره د ازادې سوداګرۍ هوکړه وکړي. گراهم ویلي چې که پاکستان د طالبانو سره په خبرو کې مرسته وکړه نو امریکا دې بیا خپله ټوله پاملرنه د اسلامي دولت د ډلې په ختمولو وکړي. سناتور گراهم په وروستیو کې افغانستان ته د سفر پر مهال ویلي وو، چې په دې هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونه زیات شوی دي. نوموړي ویلي وو چې که پاکستان ورسره د طالبانو په لړ کې مرسته وکړه نو بیا به امریکا په افغانستان کې روانه ترهگري ختموي. گراهم په مرکې کې دا هم ویلي چې د ولسمشر ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ نه خوښ دی او د ایران، سوریې او شمالي کوریا په اړه د هغه د تگلارې ملاتړ کوي