د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په خپلې یوې تازه مرکه کې ویلي دي، چې د پښتونخوا ولس د ترهگرۍ ضد جگړې کې ډېر ځپل شوی دی او گیلې یې پرځای دي. دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ ویاند د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره نرمه لهجه کاروي. تر دې مخکې جنرال غفور څو ځله د پښتون زغورنې غورځنګ ته د بدو عواقبو خبرداری ورکړی و. غفور دا هم ویلي چې که دغه پښتانه د پي ټي اېم د لارې خپلې بر حقې غوښتنې کوي نو په دې کې هېڅ ستونزه نه ویني. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن داوړ د پوځ د ویاند د څرگندونو په غبرگون کې ویلي دا ډیره ښه خبره ده چې پوځ ومنله چې د پښتنو سره ظلم شوی دی خو یواځې دا پوره نه ده. هغه زیاته کړې، موږ یواځې دا نه غواړو چې دوی دې دا ومني چې مونږ سره ظلم شوی دی. نوموړي ویلي دوی غواړي چې د پاکستان حکومت د دوی اصلي غوښتنې ومني. د پښتون غورځنګ غړو او نورو سیاسینو د پوځ د ویاند د څرگندونو هرکلی کړی دی.