د سعودي خبریال، جمال خاشقجي د قتل په تور د ۱۱ کسانو محاکمه په ریاض کې پیل شوه. سعودي رسنۍ وايي چې څارنوالانو د پنځو تورنو کسانو لپاره د اعدام حکم غوښتی دی. جمال خاشقجي د نړۍ په کچه پېژندل شوی خبریال و چې د اکټوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو. د هغه په قتل د تورنو کسانو نومونه لا نه دي خپاره شوي. جمال خاشقجي د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سختو منتقدانو و.