د فاریاب ولایت اندخوی د ریللارې تمځای ته د برېښنا رسولو پروژې کار پیل شو. د دغې پروژې پرانیسته پرون شوې ده. د ریللارو د ادارې ویاند سمیع دراني ویلي، دغه پروژه چې په یوه نیمه میاشت کې به یې چارې پای ته ورسېږي، د اته میلیونه درې سوه زره افغانیو په بدل کې قرارداد شوې ده، چې ورسره به د اندخوۍ سټېشن له کافي برېښنا څخه برخمن کېږي. افغانستان په سلو کې اویا سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي خو په تېر ژمي کې چې ازبکستان خپله برېښنا پرچاو کړې وه، د پلازمېنې کابل په شمول په ډېرو ولایتونو کې د برېښنا د کموالي او نشتوالي له کبله خلک له کړاو سره مخامخ وو.



































