ولسمشر غني او د امريکا لوى درستيز په کابل کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې پروسې او پر ځینې نورو مسايلو خبرې کړې دي. د امريکا متحده ايالاتو لوى درستيز جنرال مارک مایلي، تېره ورځ کابل ته رارسېدلى دى. دواړو لورو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتېژۍ د مثبت تاثیر، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او پر خپل ځان د بسیاینې په خاطر د افغانستان د پلانونو په اړه بحث او خبرې کړې دي. ولسمشر غني په دې کتنه کې ویلي، افغان حکومت د اصلاحاتو په اړه لازمې برنامې لري او پر مثبت لوري د حرکت په حال کې دی. نوموړى لوړپوړى امريکايي چارواکى په داسې حال کې کابل ته راغلى چې تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ د شوروي پر ضد د جهاد په تړاو د امريکا د ولسمشر ټرمپ پر څرګندونو له دې هېواد څخه سپیناوی وغوښت. ټرمپ وړمه ورځ له روسيې، هند او پاکستانه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو پر ضد وجنګېږي او زياته کړې يې ده چې روسيه پخوا شوروي اتحاد و، خو د افغانستان جګړې ترې روسيه جوړه کړه او دې جګړې يې اقتصاد له منځه يووړ.