د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره به په روان لمریز کال کې له ۴۰۰ زیاتې پروژې عملي شي چې له دې ډلې یوه پروژه کابل ته د پنجشېر د سیند اوبو انتقال دی. د یاد وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه په دې برخه کې ۳۰۰ زیاتې پروژې عملي شوي دي. بلخوا د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال وايي په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د هلمند د کجکي بند د دویم فاز د لومړۍ برخې عملي کار بشپړ شوی، د نیمروز کمال خان بند د درېیم فاز د زابل د توري بند او په تخار کې د نمک آب کانال په اوږدو کې د دریاچې د اصلاح پروژې کار دوام لري. نوموړی زیاتوي چې افغانستان یوازې له ایران سره د اوبو معاهدې لري او دې معاهدې ته ژمن دی.



































