پاکستانۍ ډان ورځپاڼې لیکلي چې افغانان د هغو هېوادونو د وګړو له نوملړه اېستل شوی چې له رسېدو سره سم پر پوله ویزه ورکول کېږي. ډان د ځينې چارواکو له قوله لیکي چې دا ګام د امنیتي اندېښنو له کبله پورته شوی دی. د فدرالي پلټنو ادارې مشر عصمت الله جونېجو ویلي، ټول هغه افغانان چې غواړي پاکستان ته سفر وکړي باید په خپل هېواد کې د پاکستان له قونسلګرۍ ویزه ترلاسه کړي او بیا پاکستان ته لاړ شي. هغه دا هم ویلي چې پاکستان کې به ځان له پولیسو سره راجستر کوي. د نوي قانون پر بنسټ به تر راجستر کېدو وروسته افغانانو ته د اوسېدو اجازه لیک ورکول کېږي او کله چې یې اجازه لیک بېرته وسپاره د بېرته ستنېدو اجازه ورکول کېږي. اوس مهال پاکستان ۲۴ هېوادونو ته دا اسانتیا ورکړې چې دغه هېواد ته له رسېدو سره سم ویزه ورکوي چې په دې کې چین، مالیزیا او د امریکا متحده ایالتونه راځي.