کابل ښار کې اور لګېدنې درې کسان مړه او ۲۷ نور یې ټپیان کړي دي، د عامې روغتیا وزارت ویاند و حیدالله مایار ویلي، چې په سوځېدلو کې د شپږو تنو وضعیت نازک بلل شوی دی. اورلګېدنه تېره شپه شااوخوا یوولس نیمې بجې د کابل ښار عبدالحق څلور لارې ته څېرمه په یوې لوړ پوړیزې ودانۍ کې رامنځ ته شوې ده، په دې ودانۍ کې روغتون، شرکتونه او نور دفترونه هم موجود وو. تر اوسه د اورلګېدنې اصلي لامل نه دی معلوم.