په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۱۳زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۱۳ زره ۵۵۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۸۳۸۴ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ده. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.



































