د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، تېر کال له دغه ولایت د ۳۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵۳ زره ټنه تازه او وچه مېوه او نور توکي بهر ته صادر شوي چې د وړم کال په پرتله ۶۰ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، تېر کال له کندهاره ۳۵۳ زره ټنه تازه او وچه مېوه، حبوبات، طبي بوټي او معدنیات بهر ته صادر شوي چې ټولیز ارزښت یې له ۳۳۰ میلیون ډالرو اوړي. هغه وايي، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له کندهاره بهر ته د ټولو صادراتو کچه ۱۲۴ زره ټنه وه چې ارزښت یې هم لږ و او په دې توګه په ۱۴۰۱ کال کې د دغه ولایت په صادراتو کې ۶۰ سلنه ډېروالی راغلی دی. د نوموړي په خبره، تېر کال که څه هم وچکالي وه خو دا چې جګړې نه وې، امنیت و او لارې پرانیستې وې نو ځکه له کندهاره بهر ته په پراخه کچه توکي صادر شوي دي.



































