د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس، له فاکس نیوز خبري ټلویزیونې شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې ډونالد ترمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه غور کوي. تر دې د مخه امریکایی رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي وو، چې ټرمپ په افغانستان کې د مېشتو ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتېرو نیمایي له دغه هیواد څخه باسي. خو د سپینې ماڼۍ ویاند تېره اوونۍ وویل چې ولسمشر ټرمپ د ځواکونو د وتلو په هکله کوم امر نه دی صادر کړی. مایک پنس، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې امریکا په افغانستان کې له دوامداره حضور څخه ګټه پورته کوي، ویلي، چې ولسمشر ټرمپ همدا اوس دغه موضوع ارزوي. دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د یو شمیر امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو رپوټونو د ناټو د متحدینو تر منځ هم اندیښنې راوپارولي دي.