په اروزګان كې بهرنيو ځواكونو پر افغان پوليسو هوايي بريد كړى دى. يوې امنيتي سرچينې رسنیو ته ویلي، چې بهرنيو ځواكونو تېره شپه د مركز ترينکوټ ښار په کوټوالو سيمه کې د هوايي بريدونو پر مهال د پوليسو يوه امنيتي پوسته په نښه کړې، چې له كبله يې شپږ پوليس ټپيان شوي دي. د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سردار محمد حيا ياده پېښه تاييدوي، خو په تړاو يې نور جزيات نه وركوي. د اروزګان د ولايتي روغتون ډاكټر ضياء الرحمن نيازى هم وايي، له سيمې ورته شپږ پوليس په ټپي حالت كې وروړل شوي وو، چې د دوو تنو روغتيايي حالت نازك و او د ښې درملنې په هدف كندهار ته ولېږدول شول. له دې وړاندې هم په دغه ولايت کې څو ځله بهرنيو ځواکونو افغان سرتېري په نښه کړي او ورته يې مرګ ژوبله اړولې ده.