د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي د پاکستان د کراچۍ له زندانه ۲۱۵ افغان بندیان آزاد شول. دغه وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، یاد افغان کډوال پرون د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. یاده دې وي چې وړمه ورځ هم د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ۲۰۸ افغان بندیان آزاد شوي وو. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه له دوه زره ډېر افغان بندیان د سرپرست حکومت په هڅو آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.





























