ډیلي بېسټ نشریې په یوه مطلب کې ویلي، چې د امریکايي حکومت په بېلو پړاوونو کې په ځلونو د امریکايي عسکرو د ایستلو هڅه کړې ده. سرچینه زیاتوي اوس هم دغه هڅه ناکامه ده او ددې تمه نه شي کېدلی چې امریکا دې د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي او دا پرېکړه دې بریالۍ شي. په مطلب کې راځي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکايي چارواکو ترمنځ پراخ اختلافات موجود دي. ډيلي بېسټ زیاتوي چې په افغانستان کې وضعیت ته په کتو دا منطقي نه ښکاري چې امریکايي ځواکونه دې له افغانستان و ایستل شي، خو داسې ښکاري چې امریکايي چارواکي د امریکايي وګړو د خولې پټولو لپاره دغه ډول څرګندونې کوي. سرچینه پر امریکا غږ کوي چې په افغانستان کې روانې جګړې سره منطقي چلند وکړي او په دې توګه هلته رامنځ ته شوي بحران ته د پای ټکی کېږدي.