یوه سروې ښيي چې لوړه سلنه امریکايي سرتېري په افغانستان او عراق کې له جګړو ستړي شوي دي. برېټ بارټ امریکايي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې سټار انډ سټرایپس نشریې له ځینو بنسټونو سره په ګډه له امریکایي نظامیانو د افغان جګړې په اړه نظر پوښتنه کړې ده. سرچینه کاږي په نظر پوښتنه کې له هغو نظامي افسرانو او عسکرو سره خبرې شوې دي چې په افغانستان او عراق کې یې نظامي ماموریت تر سره کړی دی. د سرچینې په خبره ۸۰ سلنه پوښتل شوي امریکایي نظامیان په دې باور دي چې د افغانستان او عراق جګړه اوږده شوه او نور امریکایي ځواکونو ته ستړې کوونکې ده. دوی سره له دې چې په افغانستان او عراق کې د ترهګرۍ ضد جګړه مهمه بللې ده خو بیا هم په دې ټینګار کوي چې دغه جګړه اوږده شوه او باید د رالنډولو او ختمولو هڅه یې وشي. سرچینه کاږي د امریکا ۱۷ کلنه جګړه خورا خونړۍ ده چې په افغانستان، عراق او پاکستان کې یې د زرګونو انسانانو ژوند اخیستی او تر څنګ یې زرګونه امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.