ترکیه د افغان سولې په اړه د پاکستان او افغانستان د یوې غونډې کوربه توب کوي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره به هڅه کوي. دده په خبره ټاکل شوې چې ترکیه د افغان سولې په اړه د افغانستان او پاکستان د یوې ګډې غونډې کوربه توب وکړي. اردوغان ویلي ترکیې مخکې هم هڅه کړي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ښه کولو کې مثبت رول ترسره کړي او اوس هم غواړي د دواړو هېوادونو د اړیکو سمولو او افغان سولې په اړه د ترکیې تر ټاکنو وروسته د یوې غونډې کوربه توب وکړي. اردوغان ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهمه ده او ترکیه غواړي چې د سولې په دې خبرو کې همکاري وکړي.