د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه. اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل، کابل ښاروالي د ښار د ښکلا او منظموالي په موخه ډېرې هڅې کوي، چې د پخوا په پرتله د ښار بڼه منظمه شوې، موږ یې ټولې ترسره شوې هڅې ستایو او پر هېوادوالو غږ کوو، چې د عامالمنفعه پروژو په ساتلو کې له حکومت سره همکاري وکړي. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه ۳۷۱۰ متره اوږدوالی، ۲۷ متره سور، ۷۸۵۰متره کانکرېټي ویاله او د موټرو ۱۱ تمځایونه لري، چې چارې به یې په لسو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. پر دغه پروژه ۳۷۰میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کابل ښاروالۍ له کورنیو عوایدو ورکول کېږي.



































