د راپورونو له مخې تاجکستاني سرتېري په یوه لادرکه شوي شپانه پسې ګرځېدل، خو په سیمه کې یې د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره نښته شوې ده. تاجکستاني امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې دغه قاچاق وړونکي افغانان وو او په ډزو یې یو تاجکستانی عسکر وژلی دی. تاجکستان او افغانستان ۱۳۴۳ کیلومتره شریکه پوله لري چې وخت ناوخت پکې ورته پېښې رامنځ ته کېږي. هلته د نشه يي توکو قاچاق وړونکي فعال وي او کله ناکله له افغان او تاجکستاني سرتېرو سره اوږدې نښتې هم کوي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.