د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله دوکاندارانو ته ميلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی وايي، چې اور د مارکېټ د برېښنا په لاینونو کې د شارټۍ له امله لګېدلی و. نوموړی وايي، اورلګېدنې شااوخوا لس ساعته دوام وکړ. د هغه په خبره، مارکېټ په یوه داسې ځای کې جوړ شوی، چې د اطفایې د ورتګ امکان نه و، نو ځکه خلک دومره زیانمن شوي دي. خوګیاڼي وویل چې په پرونۍ پېښه کې دوه تنه زخمیان شوي دي او دوکاندارانو ته د رسېدلي مالي زیان په اړه به څېړنې وشي.