د کابل د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او باید بیا ځلې ترسره شي. د کابل د رایو د بیا شمېرنې په پروسه کې د سیاسي ګوندونو ناظرین وایي چې ټاکنې او د رایو بیا شمېرنه له درغلیو ډکه وه او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هغه پرېکړه سمه ده، چې ویلي یې وو د کابل ټاکنې دې بیا ځلې ترسره شي. ناظرینو نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی د رایو د بیا شمېرنې په ټوله پروسه کې حضور درلود او دغه پروسه له پوره درغلۍ ډکه وه. دوی تور پورې کړ چې د رایو د بیا شمېرنې په پروسه کې د نوماندانو ناظرین او مفسدین د کمېشنرانو په ضمانت ګومارل شوي وو او په رایو کې یې لاسوهنه کوله. د ناظرینو په خبره امنیتي ځواکونو هم هغه کسان نه نیول چې په ورته درغلیو کې یې لاسوهنه کوله او په جرمونو یې سترګې پټېدې. دوی ټینګار وکړ چې د کابل ټاکنې باید له سره وشي او د خلکو حقوقو ته درناوی وشي. د سیاسي ګوندونو ناظرین وايي، چې د ټاکنو په کمیسیون کې د رایو بیا شمېرنې په پروسه کې رایې پلورل شوې دي او ډېری صندقونه له شمېرلو مخکې پرانیستل شوي وو. ددوی په خبره که د ټاکنو کمیسیون کې اوسنۍ ستونزې موجودې وي نو ددې تمه نه کېږي چې شفافې ولسمشریزې ټاکنې دې ترسره کړي.