دننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوندو ځمکو د کدو حاصلات ډېر شوي دي. د کانال ریاست چارواکي وایي، چې د کانال اجاره داران (ځمکوال ) او بزګر هر کال د کانال په ځمکو غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، پیاز، کچالو، رومیان ، هندواڼه ، خټکي ، ډول ډول سابه او نور کري، چې د ننګرهار سربېره، ټول ختیځ زون، کابل او نورو ولایتونو ته هم استول کېږي. د چارواکو په خبره په دغو کرنیزو توکو کې د نورو کرنیزو توکو سره کدو شته بزګرانو ته ښه عاید لرونکي محصول ګڼل کېږي.



































