له افغانستانه د پام وړ امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو تر پرېکړې وروسته، نږدې نیمایي المانیان غواړي چې خپل ځواکونه یې کورونو ته ستانه شي. په المان کې د ترسره شوې نظرپوښتنې پر بنسټ ۴۸ سلنه المانیان غواړي چې ځواکونه یې کورونو ته ستانه او په دې هېواد کې خپل ماموریت پای ته ورسوي خو ۲۹ سلنه یې بیا ردوي. المان په افغانستان کې نږدې ۱۳۰۰ سرتيري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي سرتیرو په روزنه بوخت دي. په ورته وخت کې امریکا په دې غور کوي چې په افغانستان کې د خپلو ۱۴۰۰۰ سرتیرو یوه برخه له دغه هیواده وباسي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې امریکایي رسنیو راپور ورکړ چې ټرمپ غواړي په راتلونکي پسرلي کې شاوخوا خپل نیمایي سرتېري له افغانستانه وباسي. د ترمپ دغه پریکړه د امریکا د متحدینو ترمنځ او دغه راز په هیواد کې دننه له سختو نیوکو سره مخ شوې او د نوموړي د امنیتي سیاست د ډاډمنتوب په اړه یې پوښتنې راولاړې کړي دي.