ولسمشرۍ ماڼۍ په هېواد کې د پولیو پېښو پر زیاتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې حکومت په دې برخه کې له اړونده بنسټونو سره هر ډول همکاریو ته ژمن دی. له ارګه د خپاره شوي بیان له مخې، ولسمشر د پولیو پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې د پولیو له منځه وړلو ته ځانګړې شوې منابع دې سمې مصرف شي او حکومت د پولیو له منځه وړلو په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دی. سرچینه کاږي په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریچارډ پیپر کورن هم حضور درلود. د سرچینې په وینا ولسمشر پر ولسي انسجام او همدارنګه په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو کمپاین په زیاتوالي، د شېوو پر بدلون او ټول شموله کېدو ټینګار کړی دی.