لوګر ولایت کې کې ۴۴ مېلیونه افغانیو په لښګت د ولسي پروګرام له لوري د اوبو یو کانال جوړ شو. د لوګر په ګډون د هېواد په ډېری سیمو کې د اوبو د لېږد لپاره د مناسبو او معیاري کانالونو د نشتون له امله هر کال په لوړه کچه اوبه ضایع کېږي چې له امله یې پراخې ځمکې له کرنې پاتې کېږي. په افغانستان کې بزګران او د کرنې د برخې کار کوونکي تل ټینګار کوي که هېواد کې د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي، له یوې خوا به ډېرې شاړې ځمکې د کرنې جوګه شي او له بلې خوا به د کرنیزو حاصلاتو په کمیت او کیفیت کې د پام وړ بدلون رامنځته شي په لوګر کې د ولسي تړون پروګرام دغه ولایت کې د بابوس د ویالې په نامه د اوبو د یوه ستر کانال د جوړولو چارې بشپړې کړي، چې ۴۴ مېلیونه افغانۍ لښګت پرې راغلی او شاوخوا ۱۵۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبولی شي. لوګر کې بزګران او عام خلک د بابوس د ویالې جوړېدل د اوبو د ضاېع کېدو په مخنیوي کې ډېره مهمه بولي او وایي، چې د یادې ویالې په جوړېدو به د برکي برک ولسوالۍ او بابوس سیمې زرګونه جریبه ځمکې ته په خپل وخت اوبه ورسېږي. عبدالباقي او عتیق الله پدې ولایت کې بزګران دي، زیاتوي، چې دیادې ویالې جوړېدل به د دوی په کرهڼه مثبت اغېزه وکړ ي. شفیع الله، چې ددې سیمې یو تن بل اوسیدونکی دی، زیاتوي چې له دې وړاندې د یادې ویالې د خبرابوالي له امله دیادې سیمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو . لوګر کې د کلیو پراختیا او ولسي تړون پروګرام ادارې وایي دا مهال دغه ولایت کې د ۴۱ نورو کانالونو د جوړولو چارې روانې دي چې نیږدې راتلونکې کې به بشپړې شي. په اوس وخت کې د اوبو لپاره د معیاري کانالونو جوړولو ته خلک ځکه ډېر ارزښت ورکوي چې اوس مهال د هېواد په ډېری سیمو کې وچکالۍ ډېری کرنیزې ځمکې د اوبو د نشتون له جدي ګواښ سره مخې کړي دي.