د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د کندهار د څلورو ولسوالیو، ډنډ، دامان، پنجوايي او ژېړۍ پر کروندګرو د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړی پیل شوه.
د کندهار د کرنې ادارې مشر وویل: «کروندګرو ته به د دې مرسته شویو توکو په ترڅ کې د اصلاح شویو غنمو یو بنډل او د کیمیاوي سپینې سرې او ډي پي سرې دوه بنډلونه ورکړل شي».
د کندهار ولایت د مقام د ټولنیزو چارو مرستیال وویل، دا مهال د غنمو د کښت وخت لا شته دی او پر کروندګرو وېشل شوي کرنیز اصلاح شوي تخمونه به د دې سبب شي چې په راتلونکي کال کې د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي او همدا راز د روان کال د وچکالۍ د اوښتو زیانونو د جبران سبب وګرځي.