تېر کال څه باندې درې سوه زره افغانان د جګړو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې تېر کال د جګړو له امله ۳۴۳ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دغه اداره وايي چې یاده شمېره د وړم کال په پرتله کموالی ښيي. د سرچینې په خبره په وړم ۲۰۱۷ کال کې ۵۱۰ زره افغانان له خپلو کورونو بېځایه شوي وو. یادې ادارې ویلي چې د جګړو تر څنګ د وچکالۍ له امله هم څه باندې ۳۰۰ زره افغانان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. بل پلو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې تېر کال د جګړو او وچکالۍ له امله په ټول هېواد کې ۶۵۰ زره کسان له خپلو سیمو بېځایه شوي دي. ددغه وزارت په وینا جګړې، نا امني، وچکالي، د کار نشتون او ورته مسایل هغه څه دي چې له امله یې هر کال زرګونه کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره بیا وایي چې له بېځایه شوو سره یې تر خپلې وسې مرستې کړې دي خو دوی لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.