په بامیانو کې کروندگرو ته د اسانتیاو د برابرولو، د کچالو د بیې د تنظیم کولو او بازار ته په وخت د عرضه کولو لپاره د اسیایي بانک په مرسته لسگونه سړې خونې جوړېږي. د بامیان د کرنې ریاست وایي د کچالو د ساتلو لپاره دغه سړې خونې ددې بانک د ٢٥ میلیون ډالرو په مالي همکارۍ جوړیږي. د سرچینې په وینا سره په دې سره به د زراعتي محصولاتو په ځانگړې توگه د کچالو د ساتلو او بازار ته په وخت عرضه کولو لپاره ددې ولایت د کروندگرو یو لړ ستونزې حل شي. د بامیان ولایت د کرنې رئیس عبدالوهاب محمدي ویلي، د اسیا پرمختیایي بانک د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د کرنې د ودې لپاره ۷۵ میلیونه ډالر مرسته کړې، چې له دې ډلې به له ۲۰ تر ۲۵ میلیونو ډالرو پورې په بامیانو کې د سړو خونو په جوړولو ولګوي. بامیان د هغو ولایتونو له ډلې دی چې هر کال زرګونه ټنه کچالو تولیدوي خو د سړو خونو او سمو لارو د نشتون له امله په وخت بازار ته نه عرضه کېږي او کروندګرو ته یې دومره ګټې نه رسېږي.