د فراه ولایت ځایي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پرون ۱۵ دولتي کارکوونکي تښتولي دي. د فراه ولایت د ولایتي شورا دوو غړو رسنیو ته ویلي، دا دولتي کارکوونکي په فراه ښار کې خپلو کارونو ته روان وو چې د طالبانو له خوا برمته شول. د فراه ولایت یوه چارواکي هم یادې رسنۍ ته بیا ویلي، وسله والو د ولایت د حاضرۍ د مدیر په شمول، درې تنه ځای پرځای وژلي او ۱۱ تنه نور یې له ځان سره د پشت رود ولسوالۍ ته تښتولي دي. د دې ولسوالۍ په ډېره برخه وسله وال طالبان واک لري. امنیتي ځواکونه وايي چې د یادو کسانو د پیدا کولو او خوشي کولو هڅه یې روانه کړې ده.