له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز نېږدې دېرش تنه مجازات کړل. د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ویلي، د دې مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو ۲۹ کسان د ۱۸ قضیو په اړه له شپږو میاشتو نيولې بیا تر یوه کال پورې په بند محکوم کړل. موحد زیاتوي، له دې کسانو څخه ځینې یې د هوايي ډګرونو له لارې د نشه يي موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي دي. تېره اوونۍ هم له نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز محکمو ۲۵ کسان تر ۱۶ کالو پورې بند باندې محکوم کړل.