په تېره میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۴۸۹زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۴۸۹ زره ۷۹۸ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۲۸۰۴۰ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه او نور توکي دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.



































