چین کولی شي په سیمه کې له خپل نفوذ په استفادې په افغانستان کې د امنیت او سولې په راتګ کې مرسته وکړي. ګلوبل ټایمز نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي، چین په سیمه کې پراخ نفوذ لري او له افغانستان سره یې اړیکې ژورې او تاریخي دي. سرچینه زیاتوي چین په نړۍ کې دویم اقتصادي قدرت دی نو افغانستان باید دداسې یوه ګاونډي له لرلو استفاده وکړي. دغه نشریه لیکي، چین په سیمه کې د خپلو لویو پروژو د عملي کولو لپاره امنیت او ثبات ته اړتیا لري او تر هغه چې افغانستان ته امنیت نه وي راغلی د چین لویې پروژ عملي کېدای نه شي. دغه رسنۍ وايي چین له پاکستان سره هم ښې اړیکې لري او له ديپلوماتیکو لارو کولی شي پاکستان دې ته تیار کړي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په افغانستان کې د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. دغه نشریې ویلي چین په دې وروستیو کې د افغان سولې په برخه کې هڅې ډېرې کړې دي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو پلوی دی. سرچینه زیاتوي چې که د سیمې هېوادونه په یوه خوله د افغان سولې په اړه همکاري وکړي نو دلته به روانه جګړه ختمه شي او د سیمې د پرمختګ لپاره به زمینه برابره شي.