په راتلونکي نوي ښوونیز کال کې د لوګر په شپږو ولسوالیو کې د ۸۳ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي. یاد ښوونځي د اقراء پروګرام له لارې د۳۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي. د یادو ښوونځیو د جوړېدو عملي چارې به د راتلونکې کب میاشتې په ۱۵ مه نېټه پیل او د شپږو میاشتو په موده کې به یې چارې پای ته ورسېږي. د دغو ښوونځیو له جملې څخه، ۲۴په محمدآغې، ۱۶په ازرې، ۱۵په بره کي برک، ۱۴په څرخ، ۹ په خوښۍ او ۵ نور په خروار ولسوالیو کې جوړ شي. لوګر دا مهال ۳۱۳ ښوونیز مرکزونه لري، چې د نوموړو ښوونځیو په جوړېدو سره به د ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو شمېر ۳۰ ته را ټیټ شي.